د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې، په ټول هېواد کې نهه ښارګوټي د اختصاصي محکمو د پرېکړو پر بنسټ په بشپړ ډول، امارتي تثبیت شوي دي.

عدلیې وزارت ویلي، چې دا ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو څخه زیاتې ځمکې رانغاړي چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې موقعیت لري.

په کابل کې د ملا تره‌خېل، سردار محمد داود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ ولایت کې د خالد بن ولید ښارګوټی، په غزني کې د حکیم سنایي او نوآباد ښارګوټي او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو ښارګوټو له جملې څخه دي چې دوسیې یې بشپړې او په تړاو یې پرېکړې نهایي شوې دي.

عدلیې وزارت زیاته کړې، چې په همدې موده کې  په کابل کې د آریا، منشي میرغلام، میرویس او حبیب الله ځاځي ښارګوټو د ځمکو ځینې برخې هم د مرکز زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابتې شوي دي.

وزارت ویلي، له دې سربېره تېرو درېو کلونو کې په ټول هېواد کې له غاصبینو څخه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه نوره امارتي ځمکه استرداد شوې او د میلیونونه جریبه ځمکو دوسیې په اړوندو اختصاصي محکمو کې تر کار لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version