د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د هند او پاکستان اړیکې د هغوی خپلمنځي مسئله ده، او افغانستان پکې دخیل نه‌دی.

نوموړي دا څرګندونې خپله تازه مرکه کړي او زیاته کړې یې ده، چې د کابل او نوي ډيلي اړیکې یوازې تجارتي او ډیپلوماټیکې دي او له دې پرته افغان حکومت له هند سره بله اړیکه نه لري.

د افغان حکومت ویاند په خپلو خبرو کې د پاکستاني طالبانو موضوع یوه سیمه‌ییزه موضوع بللې ده او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري یې باید په خپلو سیمو کې حل کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version