د افغانستان بانک مسوولینو پرون د دغه بانک په عالي شورا غونډه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی ده.

د دغه بانک مسؤلينو ټينګار کړی، چې اوسمهال افغانۍ د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.

د یاد بانک رییس نور احمد اغا په دې غونډه کې چې ځینو غړو یې په انلاین بڼه حضور درلود، زیاته کړې، چې د بانکونو د شتمنیو، مدیریت او نقدینګۍ وضعیت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ښه شوی دی.

ياده دې وي، چې افغانۍ سږ کال د نړۍ په کچه د هغو اسعارو د لېست په سر کې هم راغلې چې خپل ارزښت یې ثابت ساتلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version