د ایکواډور د چاپېریال او انرژۍ وزیرې، اینس مانزانو ویلي، چې د دغه هېواد د ولسمشر دانیل نوبوآ د ترور هڅه شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړې زیاته کړې، چې د ولسمشر موټر د شاوخوا ۵۰۰ کسانو لخوا لومړی محاصره او وروسته پرې برید شوی.
د اکواډور د کابینې دې غړې د ولسمشر پر موټر د ډزو نښې هم تائید کړې دي.
راپور زیاتوي، چې ولسمشر ته زیان نهدی رسېدلی؛ خو پولیسو په همدې تړاو پنځه کسان نیولي دي.