د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېر ۱۴۰۴ کال کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۸ زره او ۴۷۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

‏د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د تېر کال په جریان کې د ۷۲۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۶ زره او ۲۷۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۵۸ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۲ زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.

د احصایي او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې ۱۶ زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ تنه نور‏ د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲ زره او ۳۶۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ تنه د زده‌کړو او تحصیل او پاتې ۱۳ زره او ۷۹۲ نور یې د کار په موخه راغلي دي.‏

د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۱۰ زره او ۴۵۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر، ورپسې ۳ زره او ۶۴۸ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر ۸۳۲ تنه د فاریاب آقینې بندر، ۸۱۴ تنه د تورخم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version