د هوا پېژندنې او اوبو متخصصینو ويلي، له نن شپې څخه پیل تر پنجشنبې پورې هېواد کې د بارانونو د يوې نوې او پراخې څپې اټکل شوی دی.
د معلوماتو له مخې د باران ورځنۍ کچه به له ۵ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي، چې په ولایتونو کې د باران د وېش کچه په لاندې نقشو کې ښودل شوې ده.
دغه راز ويل شوي، چې د هېواد په مرکزي ولایتونو کې به دا بارانونه د هوا د سړېدو له امله د واورې په بڼه وي.
پر دې سربېره د حمل میاشتې د لومړۍ اوونۍ لپاره له دې څخه د اورښتونو د یوې بلې لا شدیدې څپې وړاندوینه هم شوې ده.
