د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکیني وزیر د شر او فساد (مقاومت) ډلې له لوري د افغانانو په مړینه او د افغانستان په نا امنۍ خوشالي ښودلې ده.

جان اچکزی چې اوس په ایکسپاڼه ډیر فعال دی، په خپلې ایکسپاڼې یې د شر او فساد هغه ادعا شریکه کړې چې هغوی په کې د افغان حکومت د سرتیرو د وژلو ادعا کړې.

اچکزي د شر او فساد دغه ادعا د الله اکبر په ناره بدرګه کړې ده.

اچکزی چې د ډیر پاکستانیتوب د څرګندولو هڅې کوي، وروستیو کې یې د افغانانو پر ضد توندې څرګندونې کړي دي.

هغه یو ځل لیکلي وو چې په لږ وخت د افغانستان د بدخشان واخان نیولی شي.اچکزی په ټولنیزو شبکو کې د افغانانو له توند غبرګون سره مخ دی.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اچکزي خبرو ته له ځواب ویلو ډډه کړې.

اچکزی چې اوس هیڅ دنده نه لري، تمه کوي چې د بلوچستان په نوې کابینه کې به ځای ومومي.تمه کیږي چې راتلونکو څو ورځو کې به د بلوچستان ایالتي کابینه اعلان شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version