محمد فیصل

پاکستان په وروستیو څو اوونیو کې د بیلابیلو وسله والو ډلو له لوري له سختو بریدونو سره مخ دی.ګڼو بریدونو کې د پوځ او پولیسو ګڼ کسان وژل شوي دي.

په ډیره اسماعیل کې بریدونه، د بلوچستان په ګوادر او تربت کې خونړي او څو ساعته بریدونه او وروستی د پښتونخوا په شانګله کې په چینایي انجینرانو برید پاکستان شاک کړی دی.

د دې تر څنګ د وسله والو له لوري د پاکستاني امنیتي ځواکونو هدفي وژنې هم روانې دي چې اوس یوه معمولي او عادي چاره ګرځیدلې.

د بلوچ د ازادۍ غورځنګ او پاکستاني طالبانو له لوري پاکستان له ستر ګواښ سره مخ دی چې له امله یې د پاکستان له چارواکو لاره ورکه شوې ده.

پاکستان د امنیتي بحران تر څنګ له اقتصادي او سیاسي بحران سره هم مخ دی.

دې هم پاکستان مجبور کړی چې له کورنیو امنیتي ستونزو د خپل ولس مخ بله خوا وګرځوي او داسې فکر ورکړي چې ګنې د پاکستان د خراب وضعیت مسوول نور څوک دي.

په سیمه کې د پاکستان تر ټولو لوی متحد چین دی چې پاکستان کې یې لویه پانګونه کړې، خو وروستي بریدونه دا احتمال قوي کوي چې ممکن د چین پانګونه هم له ستونزو سره مخ شي.

پاکستاني چارواکي د دغه کورني اړودوړ پړه ځینې مهال په هند اچوي، خو تر ډیره افغانستان په کې ملامت ګڼي.

د پاکستان تر ټولو لوی لاس پاک افغانستان دی چې فکر کوي افغان حکومت یې په نا امنۍ کې لاس لري، خو بې خبر له دې چې دا امنیتي ستونزې او له امنیتي ستونزو راولاړې نورې ستونزې خپله د پاکستان د ناسمو پالسیو له امله دي.واقعا له پاکستان څخه لاره ورکه ده.

ځکه خو کله پر افغان مهاجرو فشار راوړي او کله له هند سره د افغان سوداګرۍ د مخې نیولو خبرې کوي.

وړمه ورځ یې بیا د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې ډیورنډ کرښه یا د دوی په اصطلاح نړیوال بارډر باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې اداره شي.

پاکستان ته په کار ده چې د داسې ګډوډو ویلو پر ځای د بلوچانو او پاکستاني طالبانو پر ضد له ناسمو پالیسیو لاس واخلي، ګنې امنیتي وضعیت به یې نور هم خراب شي چې بیا به یې کنټرولول ورته سخت وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version