Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»جبهې له جعلي جګړو نیولې تر رتبو او ټاکنو؛ د افغانستان د خلکو پیغام او غبرګون
    سیاسي لیکني

    جبهې له جعلي جګړو نیولې تر رتبو او ټاکنو؛ د افغانستان د خلکو پیغام او غبرګون

    عمران آغاعمران آغا7 اکتوبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جعل، دروغ او دوکه هېڅکله هم تلپاتې نه وي. یوه ورځ به حقیقت د هغو پر بنسټ جوړ شوي ټول جوړښتونه له منځه یوسي؛ لکه لمر چې تل د وريځو تر شا نه پټیږي، دروغ هم د همېش لپاره ژوندي نه پاتې کېږي او عمر به یې پای ته رسېږي.

    افغانستان یو داسې هېواد دی چې ډېر کلونه یې د همدې ډول لویو دروغو په سیوري کې تېر کړي، یو شمېر هېواد پلورونکو په بېلابېلو نومونو او عنوانونو، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په پلمه دې خاورې ته قدم ایښی و؛ خو په حقیقت کې یې د سترو دروغو تر شا پناه اخیستې وه. دوی د خپلو خلکو او هېواد د ګټو پر ځای، پر هغو لارو روان وو چې دښمنانو غوښتل او له ملي او ولسي ګټو سره په ټکر کې وو.

    خو دغه جعل او تزویر ډېر دوام ونه کړ او پای ته ورسېد. بالآخره حقیقت د سرښندنو او قربانیو په مټ د دروغو له تورو وريځو راووت او دا شریف ملت له واقعیت سره مخامخ شو. ولس درک کړه چې د څو کلونو لپاره یې پر ناسمو کسانو حساب کړی و.

    همدا راڅرګند شوي حقایق د دې لامل شول چې افغانستان په پای کې د داسې حکومت تر واک لاندې راشي، د آبادۍ رنګ او بوی واخلي چې خلکو خپله خوښ کړی او منلی دی.

    له دې سره سره، هماغه ورانکارې او ګډوډي‌ اچوونکې ډلې همېشه د دروغو تر شا پټې پاتې شوې، د جعل په لوري یې منډې وهلې او د دې هېواد د دښمنانو د ناپاکو لاسونو وسیله شوې دي، دوی یو ځل بیا د جعلي واک، شهرت او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره هر ډول هڅې کوي.

    نه له ورانۍ او ویجاړۍ لاس اخلي او نه د دې ملت د ځوانانو ژوند ورته ارزښت لري چې پرېږدي خپل برخلیک پخپله وټاکي او سم ژوند وکړي. هغوی ځوانان په بېلابېلو دوکو او چلونو داسې ډګر ته داخل کړي چې پایله یې ماتې او تسلیمېدل دي، د دې ډګر ماتې خوړونکي یوازې همدوی دي، نه هغه څوک چې له لرې تحریکول کوي، بې‌ ګناه او بې‌ پرې خلک داسې کارونو ته اړ باسي چې عاقل انسان یې هېڅکله نه کوي.

    که څه هم دا ډله خلک د پرېکړو کولو او د چارو د ادارې له کړۍ څخه شړل شوې او د خلکو لعنت او کرکه یې په ارزانه بیه ترلاسه کړې ده، خو لا هم ځانونه اصلي صاحبان او تلپاتې ملګري معرفي کوي. یو کس پر یوه څوکۍ کېنوي، بل ته بله څوکۍ وربښي او له لوړې رتبې څخه ټیټې ته امرونه صادروي او منع کول کویث. دوی له دې حقیقت څخه ناخبره دي چې نه د خلکو په زړونو کې ځای لري او نه په میدان کې څوکۍ؛ نه د دوی دغه سخاوت د چا زړه ګټلی شي او نه د چا روح ته سکون وربښلی شي.

    دا ټول د خلکو په وړاندې د ناپوهۍ د تدبیرونو او د قصدي رسوايۍ له نندارې پرته بل څه نه دي؛ ځکه دغه هوښیار ملت په ښه توګه درک کړې ده چې عمر یې د همدې منفورې ډلې تر واکمنۍ لاندې ضایع او تباه شوی دی. اوس چې ولس آزادي، خپلواکي او امنیت ترلاسه کړي، هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې هماغه کسان بېرته راستانه شي، دسیسې جوړې او اندېښنې خپرې کړي، د خلکو عمر، پانګه او فرصتونه د خپل ځانونو لپاره ولګوي.

    نه به د هغوی جعلي خوځښتونه کوم اغېز ولري او نه د تشو عنوانونو وېش او تقسیم کولای شي د نفوذ او اغېز لپاره لاره پرانیزي، ترڅو په بې‌ ساه تنو کې خوځښت او په بې‌ روحه کالبدونو کې ساه وچلوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۲۶۳ خبریالان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    د نورستان جګړه؛ چا ګټه وکړه او راتلونکی به یې څنګه وي؟

    6 اکتوبر 2026

    نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه

    5 اکتوبر 2026

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 7 اکتوبر 2026

    غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۲۶۳ خبریالان وژل شوي

    انادولو خبري اژانس د غزې د حکومتي رسنیو د دفتر له قوله ویلي، چې د…

    جبهې له جعلي جګړو نیولې تر رتبو او ټاکنو؛ د افغانستان د خلکو پیغام او غبرګون

    7 اکتوبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    7 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    غزه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۲۶۳ خبریالان وژل شوي

    7 اکتوبر 2026

    جبهې له جعلي جګړو نیولې تر رتبو او ټاکنو؛ د افغانستان د خلکو پیغام او غبرګون

    7 اکتوبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    7 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،264 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.