شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د اوبو رسولو د ۱۴ واټر پمپونو لپاره د شپږ کیلو واټه برښنا د لېږد پروژې چارې پیل شوې.د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې پر دغې پروژې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري پلې کېږي.خبرپاڼه کې د ځایي چارواکو له راغلي، یاده پروژه به د دوه میاشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ورسره به د جلالاباد ښار ۱۰ زره کورنۍ له پاکو او صحي اوبو څخه برخمنې شي.
کندهار کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافر وړونکي ترمینل د نویو تاسیساتو پروژه پیل شوه14 سپتمبر 2026
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي14 سپتمبر 2026