هندوکش‌غږ ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ، د عبدالرشید دوستم پخوانی متحد نظام‌ الدین قیصاري په ایران کې د ځینو تښتېدلو افغانانو له خوا د جنبش ګوند مشر اعلان شوی دی. په خپله قیصاري هم له دې وړاندې ځان د جنبش ګوند د مشر په توګه اعلان کړی و.

د جنبش ګوند د مشر په توګه د قیصاري اعلان د دې ښکارندویي کوي، چې جنبش ګوند هم د جمعیت په څېر دوه سری شوی؛ د یوې ډلې په مشرۍ کې عبدالرشید دوستم او د بلې ډلې په مشرۍ کې قیصاري شتون لري. که څه هم دوستم تر دې مهاله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د جنبش ګوند یوه خپلسري مشر په توګه د قیصاري اعلان، د دغه ګوند په منځ کې له لوی درز پرده پورته کړه.

دغه اعلان د یوه داسې خیالي ګوند پر سر ناندرۍ روښانه کړې، چې په سیاسي ډګر او انلاین ناستو کې یې حتی په تېرو څلورو کلونو کې نوم هم چا نه یاداوه. که څه هم دغه ګوند په عبدالرشید دوستم پورې اړوند و او پر سر یې تېرې څو لسیزې امتیازات ترلاسه کول، خو دا مهال قیصاري په همدې طمعه ځان د ګوند مشر اعلان کړی، تر څو له لارې یې شخصي ګټې تأمین کړي او د نورو سیاسي خیالي ائتلافونو غړیتوب ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version