د جمهوريت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير سيد احمد شاه سادات د هېواد وروستيو پرمختګونو ته په اشارې په يوه مقاله کې ويلي، چې افغانستان له سختو نړیوالو بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره سره په وروستیو کلونو کې داسې عملي ګامونه پورته کړي، چې د نا امیدۍ تیاره یې ماته کړې ده.
د نوموړي په خبره د هېواد دننه د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، د تولیدي سکتور بیا راژوندي کېدل او د اقتصادي نظم نسبي ټینګښت دا ښيي چې افغانستان لا هم د ودې او رغونې وړتیا لري.
هغه زياته کړې، چې همدې واقعیتونو نړیوال بانک دې ته اړ کړ، څو د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳.۴ سلنه اټکل کړي؛ یو داسې رقم چې د جګړې ځپلي هېواد لپاره د پام وړ بلل کېږي.
سادات ويلي «که په ژور نظر ورته وکتل شي، دا اقتصادي خوځښت یوازې د شمېرې خبره نه ده، بلکې د یو ملت د بقاء، مقاومت او بیا راپاڅېدو نښه ده.»
نوموړي د لویو لارو بيا رغونه، د کابل ښار د سړکونو او واټونو بیا سمسورتیا، د پخوانیو فابریکو فعالېدل او د لسګونو نویو تولیدي مرکزونو پرانیستل له اقتصاد رکوده د وتلو نښه بللې ده.
د هغه په خبره د ازبکستان او قزاقستان له لارې د اورګاډي سوداګریز دهلیزونه، د هرات له لارې د ۳۵۰ قلمه توکو صادرات د منځني ختیځ، اروپا او هند بازارونو ته، او د هوايي دهلیزونو د مالیاتو کمېدل، افغانستان له سیمه ییز انزوا څخه د وتلو پر لور روان کړی دی.
د سادات په وينا، د واخان لاره نژدې بشپړېدل نه یوازې جغرافیوي بدلون دی، بلکې د اقتصادي خپلواکۍ او ستراتیژیک اتصال یو مهم ګام بلل کېږي.
هغه په مالي برخه کې د افغانۍ ثبات، د اسعارو کنټرول او په امنيتي برخه کې په ټول هېواد او پنجشېر ولايت کې د امنيت ټينګښت لويې لاسته راوړنې بللې دي.
سادات پر دې سربېره، په پوځي برخه کې پياوړتيا او د طبيعي سرچينو سم مديريت هم ستايلی دی.
