شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې، پاکستاني طالبانو د جنوبي پنجاب په ډېره غازي خان ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو پر زرهي ټانک ځمکني ماین ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې یې ټانک تخريب او پکې سپاره ټول «رینجرز» پوليس هلاک شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني طالبانو همدا تېره شپه هم د ډېره غازي خان ولسوالۍ په تونسه شریف سیمه کې پر عمومي سړک د موټرو پلټنه کړې او په سیمه کې یې چاڼیز عملیات ترسره کړي.پاکستاني حکومت تر دې مهاله په جنوبي پنجاب کې د پاکستاني طالبانو د وروستیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري20 سپتمبر 2026