له څه وخت راهیسې په سیمه او نړۍ کې د اسلامي او غربي هېوادونو ترمنځ جګړې روانې دي. ځینې جګړې تر یوه کال ډیرې غځېدلې او ځینې نورې هغه یې تازه پیل شوي او لا تودې روانې دي. د دې جګړو تر ټولو څرګندې بېلګې د روسیې او اوکراین جګړه، د غاصب صهیونیستي رژیم او د فلسطین او غزې د خلکو ترمنځ شخړې او تر ټولو نوې یې د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه ده چې په شپنۍ او وقفه ایزه توګه روانه ده.

هغه څه چې اسلامي هېوادونه او اسلامي امت یې باید له دې جګړو د پند او عبرت په توګه واخلي، په لاندې ټکو کې خلاصه کېږي:

۱. لومړی دا چې غرب هېڅکله له اسلامي نړۍ سره یوه رښتیني توافق، دوامدارې سولې او تلپاتې ثبات ته نه رسيږي، بلکې همېشه خپل لېوه‌ ډوله خوی او نیت د وجدان او اخلاقو تر پوښښ لاندې پټوي. کله چې مناسب فرصت تر ګوتو کړي، یو په بل پسې د اسلامي هېوادونو د نسکورولو او کمزوري کولو لپاره له هېڅ څه درېغ نه کوي. د کفارو طبیعت همداسې دی چې له فریب، دوکې او مکارۍ څخه کار اخلي، د مناسب فرصت په تمه وي ترڅو خپلې ناولې او شومې موخې عملي کړي.

۲. دویمه خبره دا ده چې لوېدیځ هېوادونه تر ټولو ډېره پانګونه د وسلو د سیستمونو په ځواکمنتیا لګوي او د اټومي ځواک او وسلو په جوړولو کې هم هېڅ ډول کمی نه کوي. په مقابل کې له اسلامي هېوادونو غواړي چې له دې ډول فعالیتونو لاس واخلي او په یو ډول بې‌ دفاع پاتې شي، ترڅو غرب وکولای شي خپل مطلق واک ورباندې وتپي او د هغوی له انساني، طبیعي او جغرافیایي سرچینو څخه په ارامه ګټه پورته او خپلو هېوادونو ته ولېږدوي.

۳. درېیمه خبره دا ده چې که په سیمه او نړۍ کې د روانو جګړو حالاتو ته وکتل شي، وبه وینو چې ډیری هغه هېوادونه چې جګړې یې پیل کړي، په نظامي صنعت او د وسلو په تولید کې لوړ لاس لري. کله چې زمینه ورته برابر شي، له ځنډ پرته او له تر ټولو ظالمانه لارو څخه په کار اخیستو، پر کمزورو هېوادونو برید کوي.

په همدې وجه موږ ته دا مهم درس راپاتې کیږي چې: اسلامي هېوادونه باید په پوره ځواک سره د خپل نظامي او تسلیحاتي ځواک د پیاوړي کولو هڅه وکړي، هېڅکله د بل کوم هېواد خبره او امر، په ځانګړي ډول د وسلې یا اټومي ځواک د نه جوړولو په برخه کې ونه مني. بلکې خپله خپلواکي دې خوندي کړي او په نورو هېوادونو پورې په تړلي امنیت دې تکیه نه کوي. ځکه تاریخي تجربو دا ثابته کړې، هغه اسلامي هېوادونه چې د کفارو غېږې ته یې پناه وړې، نه یواځې دا چې امن یې نه دی موندلی، بلکې ورځ تر بلې کمزوري شوي او بالاخره یې دیني او ملي هویت له ګواښ او لاس وهنې سره مخ شوی.

له بده مرغه ځینې اسلامي هېوادونه د غفلت یا قصدي تجاهل له مخې د اسلام دښمنانو ته د دوستۍ لاس غځوي، پرته له دې چې د خپلو مسلمانو ګاونډیانو دردوونکي حالت ته پام وکړي، خپل د مالي مرستې پڼد د غرب په نړۍوالو صندوقونو کې اچوي.

حالاتو ته په کتو، دې پایلې ته رسیږو چې د نړۍ هر یو اسلامي هېواد باید خپل د ځواکمنتیا اصلي راز په خپلواکۍ، د غرب له ښکاره او پټو اشغالونو څخه په خلاصون، د نظامي وسایلو او وسلو صنعت په پیاوړي کولو کې وویني. همدا راز باید له خپلو طبیعي، اقتصادي منابعو او له موجوده فرصتونو څخه د نظامي صنعت د ودې لپاره استفاده وکړي، ترڅو په نړۍوالو رقابتونو کې یو قوي دریځ خپل او هېڅکله هم د دښمنانو د لوبو وسیله ونه ګرځي.

که اسلامي هېوادونه دا حقایق له پامه وغورځوي، یا پر دښمنانو باور وکړي، له شک پرته چې د دوی د پاشل کېدو وار به هم راورسېږي. بیا به نه څوک د دوی فریاد ته ځواب وايي او نه به خپله د ځان ژغورنې توان لري، بلکې په خپله به د دښمنانو د قدرت د لوبو وسیله ترې جوړه شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version