د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د جوزجان ولایت په قوشتیپې او درزاب ولسوالیو کې د افغان حکومت له بودجې د یو میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د برښنا د لېږد دوو پروژو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر، ملا محمد یونس آخندزاده، د دغه وزارت د اوبو معین، د جوزجان والي، قومي مشرانو او د سیمې خلکو ګډون کړی و.
په دغو پروژو کې د جوزجان قوشتېپې او درزاب ولسوالیو لپاره د ۲۵ میګاولټ امپایر په وړتیا د سبسټېشنونو جوړول شامل دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، د یادو پروژو چارې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې ورسره به ۸۲ زره او ۲۰۰ کسانو ته ډاډمنه برښنا برابره شي.
