د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغان حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې، ‏د غزني اسفندې سیمه کې د صنعتي پارک جوړېدو لپاره شاوخوا ۱۱سوه جریبه ځمکه په رسمي ډول د یاد ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه.

چارواکو ویلي، چې یاد صنعتي پارک به د پانګونې جلب، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کېدو او د غزني ولایت اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وي.

هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې هم د افغان حکومت له لوري د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د لویو صنعتي پارکونو د جوړېدو لپاره په زرګونو جریبه ځمکې ځانګړې شوې دې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version