د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، پرو سږکال(۱۴۰۲)ل کې یې په ټولیز ډول ۱۶۴زره او ۷۹۷ تنو ته یې په جوزجان کې پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۱۰زره او ۳۵۵ برېښنايي او ۵۴زره او ۴۴۲ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په جوزجان کې ۵۰۰ کسان د برېښنايي پېژندپاڼو د چوپړتیاوو د تر لاسه کولو په موخه د دې ریاست اړوند دفترونو ته مراجعه کوي.

په خبرپاڼه کې د جوزجان د احصایې او معلوماتو رئیس عزیزالله عزام له قوله ویل شوي، چې د مرکز په گډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږ کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۵ زره او ۵۵۳ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۵ زره او ۴۷۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۳ زره او ۱۹۸ زېږون کارتونه، ۷۶۹ د مړینې پارچې، ۱۴۵۲ ودونو او ۵۲ طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د عزام په خبره، په جوزجان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانگې فعالې دي، چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېشلو مرکزونه فعال دي، چې هره ورځ د هېواد په گوټ ـ گوټ کې سلگونه کسانو ته پېژندپاڼې وېشل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version