د جینواکال نړیوالې موسسې غړو په کابل کې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د افغان حکومت په پرمختگونو یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جینواکال نړیوالې موسسې له عمومي مشر الن دلیتروز، د یادې موسسې د نړیوالو اړیکو مسوول الکساندر مونافو او په افغانستان کې د جینواکال موسسې له مسوول فهد عباسي سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جینواکال موسسې عمومي مشر الن دلیتروز ویلي، له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له اوسني حکومت سره په اړیکه دي او ورسره خپله همکاري لري.:«دا مهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، امنیتي او پوځي ادارې له خلکو سره همکاري لري او د اسلامي امارت پوځي منسوبین له خلکو سره مناسب چلن لري؛ موږ به دغه ټول مثبت ټکي له نړیوالې ټولنې او ځانگړو بنسټونو سره شریک کړو.»د دلیتروز په خبره، دوی په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي ادارو سره له نږدې همکاري کوي او پلان لري چې له اړونده افغان بنسټونو سره خپلې مرستې لاپراخې کړي.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتگ سره د مرستندویه او بې طرفه بنسټونو فعالیت ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.:« د افغانستان واقعیتونه له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړئ.

دغه زار اسلامي امارت ټولو همکارو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې خپلې چارې په ازادانه ډول له اصولو سره سمې پر مخ یوسي.»نوموړي ویلي، د افغانستان ادارې به له جینواکال سره خپله همکاري لا پراخه او د لا غوره فعالیت زمینه به ورته برابره کړي.

اوسمهال په افغانستان کې بېلابېلې نړیوالې موسسې په فعالیت بوختې دي او افغان حکومت هم ورته په ډېرو برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version