محمد فیصل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ ترکمنستان ته تللی و او هلته یې له بېلابېلو ترکمن چارواکو سره لیدنې درلودې.
سره له دې چې دغه سفر ډېر اړخونه او موخې درلودې، خو امیر خان متقي له ترکمن چارواکو سره خبرو او خبري کنفرانسونو کې د لاجوردو لارې یادونه هم کړې، متقي ویلي چې د لاجوردو لارې پروژې باندې کار کېږي او په بشپړېدو سره به یې د افغانستان سوداګریز توکي اروپایي بازارونو ته ورسیږي.
لاجوردو لاره د ورېښمو تاریخي سوداګریزې لارې یوه برخه ده، د ورېښمو لارې شاوخوا دوه زره کاله اسیا او اروپا سره تړلي وو، د چین ورېښم به د منځنۍ اسیا له لارې اروپایي بازارونو ته رسیدل.د لاجوردو لار ته بیا دغه نوم ځکه ورکړل شوی چې د افغانستان د بدخشان لاجورد پرې اروپا ته تلل.د لاجوردو لاره افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.
دغه لاره د سړکونو او رېل ګاډي له لارې افغانستان له اروپا سره نښلوي.په ۲۰۱۲ کال کې په لومړي ځل د سیمې د هېوادونو تر منځ په دې اړه خبرې وشوې او په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان یو شمېر توکي ترکیې ته ورسېدل.
اوس په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو، د امنیتي او نورو ستونزو له حل وروسته بیا هیله مندي شته چې لاجوردو لاره به بیا فعاله او افغانستان به وکولی شي چې خپل توکي اروپا ته په اسانه او ارزانه ورسوي.افغانستان په سوداګرۍ کې تر ډېره په پاکستان متکي پاتې شوی او د کراچۍ بندر له لارې د ډېرو ستونزو سربېره خپل توکي اروپا ته لېږدوي.
د کراچۍ بندر له لارې شل ساعته وخت ته اړتیا ده چې د افغانستان توکي اروپا ته ورسېږي، خو لاجوردو لار یوازې شپاړلس ساعته وخت نیسي.
د لاجوردو لارې فعالېدو ګټه افغان سوداګرو ته رسیږي، چې کولی شي خپل توکي په لنډ وخت کې او له ستونزو پرته صادر یا وارد کړي، د افغان حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ او هڅو ته په کتو خوشبیني شته چې ژر به له دغې لارې افغانستان اروپایي بازارونو ته لاره ومومي.