د ازآدۍ او مقاومت جبهې تر منځ د اختلافاتو په لړ کې د دواړو لورو ترمنځ، له یوې جبهې بلې ته د جنګیالیو، په ځانګړې توګه د ځينو مهمو افرادو دعوت، جلب او جذب په سيالي بدل شوي؛ په دې منځ کې ازآدۍ جبهه د مقاومت جبهې په فلجولو هم څو ځله تورنه شوې ده، تر دې چې له قاري عيسی محمدي سره د ازآدۍ جبهې د مرستيال عبدالستار حسيني افشا شویو اړيکو او غږيزو کليپونو دا هر څه لا روښانه او ثابت کړل.

تازه هندوکش‌غږ ته مؤثقو سرچينو منلې، چې حامد سيفي په دې دليل چې مشران يې د دوی پر سر په پټه معاملې کوي او په سفرونو کې ډول، ډول امتيازات اخلي، مګر د مقاومت جبهې جنګيالي او قوماندانان ترې بې برخې او ناخبره ساتل شوي دي؛ له تاجکستان څخه لندن ته د خپلې کورنۍ د ليدلو په بهانه سفر کړی او هلته يې د ازآدۍ په نوم جبهې د مسؤل ياسين ضياء په شمول، د همدې جبهې له ځينو مهمو مسؤلينو سره څو پټې لیدنې ترسره کړي دي.

سرچینه چې نه غواړي د محرمیت او امنیتي تهدید له امله یې نوم یاد شي، د یادو لیدنو په اړه هندوکش‌غږ ته همدا راز منلې، چې پر مقاومت جبهه، د جبهې پر مشر او د هغه په شمول د يادې جبهې پر ځینو مسؤلينو د خپلو قوماندانانو او جنګياليو باور کم شوی او په دې هڅه کې دي چې له نورو جبهو سره د يو ځای کېدو په بهانه ځانونه د يادې جبهې له ځنځير څخه خلاص او د آرام ژوند لپاره اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د مقاومت جبهې د مهمو قوماندانانو او جنګیالیو بې باوري او د هغوی تنها پرېښودل داسې کچې ته رسېدلي، چې د یادې جبهې لسګونه غړو په بهر کې د قبولي اسنادو اخیستلو او مادي ګټې لپاره اسلام پرې ایښی او د عیسویت دین یې قبول کړی دی. دوی د مقاومت جبهې مشران تورن کړي، چې د خپل عيش او هوس لپاره یې د دوی پر سر په مختلفو بهانو پيسې ور ټولې کړي، خو له دوی سره یې ټولې وعدې له دروغو او دوکې پرته هيڅ نه وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version