د لبنان حزب الله ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته یې پر صهیونیستي اسرائیلو ۷۲ بریدونه ترسره کړي.
یادې ډلې زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې د صهیونیستي رژیم سرحدي پوستې، عسکر، مرکزونه، ټانګونه او نظامي وسایط په نښه شوي دي.
حزب الله ډلې وړاندې ټينګار کړی، چې د فشار لاندې هېڅ ډول مذاکرات نه مني او د اسرائيلي بریدونو تر درېدو به خپل عملیات جاري وساتي.
په ورته مهال صهیونیستي رژیم هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې سلګونه تنو ته مرګژوبله اوښتې او زرګونه کسان له خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
