‏د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وایي: د صرافیو او پولي‌ خدمتونو قانون یې توشیح کړی، چې له مخې یې اوس د ټول هېواد په کچه هیڅوک نه شي کولای، پرته له جواز څخه صرافي وکړي.

په شهزاده سرای کې د پولي خدمتونو ټولنه وايي، د افغانستان بانک د نوي قانون له مخې، صرافانو ته په جواز اخیستلو کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي او د غیر قانوني صرافیو مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په صرافانو داسې تورونه لګېدلي وو چې دوی له هېواد څخه په غیري قانوني توګه ډالر قاچاق کوي؛ چې له دې سره به د یادې چارې مخنیوی وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version