د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت یوه پلاوي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د CAPEIC او yello river د شرکتونو له استازو سره کتلي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د نفتو او ګازو د زېرمو پر ارزښت، د پانګونې پر فرصتونو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړي.

افغان پلاوي چینايي پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې او په دې برخه کې یې پر خپلې قانوني همکارۍ ټینګار کړی.

دغه پلاوي د یادو ناستو تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د شرکتونو له رئیسانو سره هم کتلي او د افغانستان د کاني زېرمو په اړه یې خپل نظریات شریک کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version