حماس اسلامي غورځنګ غزه کې د لوږې له‌امله د لسګونه فلسطینیانو له مړه کېدو وروسته تازه په عربي او اسلامي نړۍ غږ کړی، چې په دې برخه کې خپله چوپتیا ماته کړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، حماس ویلي:«زمونږ خلک په غزه کې د لوږې له امله مري، دا د بندیزونو د ماتولو، د لارو د پرانیستلو او له وږو خلکو سره د مرستې وخت دی.»

حماس دغه راز غزه کې د روانې نسل‌وژنې او بشري ناورین پر وړاندې د عربي نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې او دا یې د حیرانتیا وړ بللې ده.

ورته مهال عربي اتحادیې د یوې بېړنۍ غونډې په پای کې د ګډې اعلامیې له لارې یواځې د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو غندنه کړې، هغه څه چې له ځانه د مسئولیت د لرې کولو هڅه بلل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version