د ملګرو ملتونو د خوړو ځانګړي راپور ورکوونکي، مایکل فخري ویلي چې د صهیونیستي رژیم له لوري د پرله‌پسې محاصرې له امله د فلسطین غزه تړانګه له بې‌ساري بشري ناورین سره مخ ده.

فخري الجزیره تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې زیاته کړي، چې د صهیونیستي رژیم له خوا غزه تر سختې محاصرې لاندې ده، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر عام فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي. په خبره یې: «په غزه کې روانه قحطي او لوږه د نړۍ په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.»

فخري د خبرو پر دوام ويلي، چې د صهیونیستي رژیم له‌خوا د ملګرو ملتونو پر دفترونو هم بریدونه شوي چې دا له دې سازمان ورهاخوا ټولې نړۍ ته ګواښ دی.

د ویلو ده، چې غزه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې څلور نور ماشومان هم د لوږې له امله مړه شوي، چې له دې سره د لوږې له امله د مړو فلسطینیانو شمېر له سلو تنو اوښتی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version