د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبکستان د انرژۍ وزیر جورابیګ میرزا محمداُف سره د ویډیو کنفرانس له لارې د برېښنا اړوند موضوعاتو په تړاو ناسته کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت وایی، په دې ناسته کې ښاغلي عمر افغانستان او ازبکستان دوست هېوادونه وبلل او زیاته یې کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې اقتصادي همکارۍ به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او دا کار به د راتلونکو نویو پرمختګونو لپاره غوره پیلامه وي.
له بل لوري د اوزبکستان د انرژۍ وزیر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او پیاوړتیا هڅې وستایلې او د دغه بهیر پیاوړتیا په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان برېښنا شرکت د خبرپاڼې لهمخې، په دې ویډیویي کنفرانس کې دواړه لوري یو شمېر موضوعاتو کې ګډې هوکړې ته نږدې شول، چې ډیر ژر به د یادې هوکړې وروستۍ شي.