حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د لوږې له امله د څه باندې ۷۰ فلسطیني ماشومانو شهادت د بشریت پر تندي تور داغ دی او د نړیوالو چوپتیا دا غمیزه لا پسې پراخه کړې.
حماس غورځنګ په دغه برخه کې نړیواله چوپتیا تر دې ستر جنایت بللی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، صهیونیستي رژیم له لوږې او بشري مرستو څخه د فلسطیني ولس پر ضد د وژنو د یوې وسيلې په توګه استفاده کوي.
حماس زیاتوي، چې په غزه کې روان وضعیت یوه سېستماتیکه قومي تصفیه ده، چې پکې وژنې، لوږه او تنده د وسلې په توګه کاريږي.
د یادونې ده، چې غزه کې د اسرائیلي اشغال له پیل راهیسې ۶۹ فلسطیني ماشومان د لوږې او قحطۍ له امله په شهادت رسېدلي او سلګونه نور له خورا بد وضعیت سره مخامخ دي.