‏د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار، له مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل او پر ښځو او ماشومانو بمبارد په کلکو ټکو غندلی.

اعلامیه کې راغلي، چې لا هم د فلسطین په غزه کې سلګونه زره مسلمانان د اسرائیلي صهیونستانو تر ظالمانه یرغل، وحشت، سختې لوږې، تندې، ناروغیو او وحشیانه بمبارونو لاندې دي.

د اعلامیې پر دوام، سرپرست حکومت له ټولو مسلمانو هېوادونو او نورو موثرو جهتونو غوښتي، چې ژر تر ژره دغزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي؛ «که‌ نه د لوی الله ﷻ په حضور کې به هيڅ عذر نه لرو‏ او ټول به له سخت الهي عذاب سره مخامخ وو.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version