د حماس د مذاکراتي پلاوي غړي غازي حمد الجزیرې ته ویلي، تر هغو چې د اسرائیلي رژیم ځواکونه په بشپړه توګه له غزې نه وي وتلي، حماس به د وسلو د سپارلو په اړه هېڅ اقدام ونه کړي.
هغه ویلي، د وسلو موضوع د اسرائیلو له بشپړ وتلو، د غزې له بیارغونې او د هوکړې د ژمنو له عملي کېدو سره تړاو لري.
د نوموړي په وینا، که اسرائیل پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، حماس به هم د وسلو د سپارلو بهیر پیل نه کړي.
غازي حمد ټینګار کړی، چې د وسلو د موضوع مدیریت به د فلسطیني ملي کمېټې له لارې ترسره کېږي او اسرائیل به په دې برخه کې هېڅ رول ونه لري.


