د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، حماس اسلامي غورځنګ اعلان کړی، چې په غزه تړانګه کې د اوربند طرحې ته یې ځواب مثبت دی او مذاکراتو ته چمتو دي.

حماس غورځنګ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې له منځګړو سره یې خپل ځواب شریک کړی او چمتو دي چې ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي.

دغه طرحه د امریکا له لوري وړاندې شوې، چې له مخې به یې د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د بندیانو تبادله او یو ۶۰ ورځنی لنډمهاله اوربند وشي.

تر دې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې صهیونیستي رژیم له دغې طرحې سره هوکړه کړې او دی هیله‌مند دی چې حماس به هم د منځني ختیځ د سولې لپاره ورته مثبت ځواب ووایي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version