د راپورونو لهمخې حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم به نن شنبه خپل دویمه ډله بندیان او یرغمل شوي تبادله کړي.
د دې تبادلې په ترڅ کې به د صهیونیسي پوځ د څلورو ښځینه سرتېرو په بدل کې دوه سوه فلسطیني بندیان خوشې شي چې له ډلې به یې ۱۲۰ تنه په عمري بند محکوم کسان وي.
د حماس او صهیونیسي رژیم ترمنځ د بندیانو په لومړۍ تبادله کې د درې اسرائیلي بندیانو په بدل کې ۹۰ تنه فلسطینيان خوشې شوي وو.