د خوست د روغتیاپالانو ټولنې پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به په دغه ولایت کې د ښوونکو د معاینې فیس نه اخلي.

د یادې ټولنې د مسوولينو په وینا، هڅې کوي، چې ښوونکو ته په وړیا توګه د معاینې ترڅنګ، د درملو او نورو وړیا روغتیايي خدمتونو زمینه هم برابره کړي.

په دغه ولایت کې ښوونکي د روغتیاپالانو ټولنې دغه پرېکړه یو اغېزناک ګام ګڼي او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ورته چارې د پيلېدو غوښتنه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version