فلسطین کې د صهيونيستي رژيم پر وړاندې مبارزه کوونکي حماس اسلامي غورځنګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو پر وزیر شهيد خلیل الرحمن حقاني بريد ترهګريز بللی او د غندلو سربېره یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره غمشریکي کړې.
یاد غورځنګ همدا راز په دې غم کې ځان له افغانانو سره شریک بللی اسلامي امارت، او د قربانیانو کورنۍ او خپلوانو ته یې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمن حقاني د شهادت له امله تر دې وړاندې قطر، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ترکیې، اسلامي همکاریو سازمان او يو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو هم له افغان حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او ياد بريد یې غندلی.