د بر صغیر القاعده ډلې د یوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د کډوالو چارو پر وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني شوی برید بزدلانه عمل بللی او د دې برید عامله ډله یې د اهل سنت والجماعت علماوو پر ترور تورنه کړې ده.
د اعلامیې په یوه برخه کې د یاد برید عامله ډله یې ننګولې او ویلي یې دي چې، د صهیونیستانو او صلیبیانو پر ځای یې له اسلامي امارت سره د مقابلې لاره نیولې.
یادې ډلې همداراز د هېواد رهبر، د شهید کورنۍ او ټول اسلامي امت ته د مرحوم شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په مناسبت تسلیت ویلی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو چارو پخوانی وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني تېره ورځ د داعش وسلهوالې ډلې په یو ناځوانمردانه برید کې شهید شو.