الجزیرې ټلویزیون د حماس غورځنګ د لوړپوړي مشر محمد نزال له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ نوې طرحې په اړه له نورو فلسطیني ډلو او منځګړو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.
محمد نزال زیاته کړې، چې طرحه جدي څېړل کېږي او ډېر ژر به رسمي ځواب ورکړي.
یاده طرحه د اوربند، بندیانو تبادلې، د حماس وسلو تسلیمولو او د غزې لپاره د یوې نوې ادارې جوړولو وړاندیز کوي، چې اسرائیل یې ملاتړ کړی؛ خو حماس غورځنګ وايي، چې پرېکړه به د ولسي ګټو او سیاسي واقعیتونو پر بنسټ کوي.
له بل لوري بیا غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ مرستیال محمد هندي ویلي، چې دا طرحه اسرائیل ته د نورو وحشتونو زمینه برابروي او د فلسطینیانو پر ضد د تاوتريخوالي دوام امکان پکې شته دی.
هغه ټینګار کړی، چې د هر ډول طرحې منل باید د اسرائیلي ځواکونو وتلو له تضمین سره تړلي وي.