له نن سهار راهیسې د زاويه نيوز په ګډون يو شمېر مغرضو فسبوک اکاونټ چلوونکو چې ځان ته د رسنۍ خطاب کوي د «Travi Mills» په نوم د يوه امريکايي سرتېري د انځور په خپرولو سره غوغا جوړه کړې، چې ګواکې امريکايي سرتېري بګرام ته پر لاره دي.
خو د هندوکش غږ څېړنو وښودله، چې د ياد امريکايي سرتېري دا انځور په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې اخيستل شوی او په ۲۰۱۴ کې بيا ډيلې مېل امريکايي ورځپاڼې خپور کړی ده.
پر دې سربېره د Travis Mills په نوم دا امريکايي سرتېری په افغانستان کې د ماين چاودنې له امله سخت ټپي شوی و او اوس یې دواړه پښې او يو لاس مصنوعي دي.
دې امريکايي سرتېري افغانستان کې له شديد ټپي کېدو وروسته امريکا کې يو خيريه بنسټ جوړ کړی، چې موخه یې د افغانستان جګړه کې د ټپي شويو امريکايي پوځیانو درملنه او هغوی ته روحيه ورکول دي.
مغرضې رسنۍ په داسې حال کې د بګرام د نيولو په اړه د Travis Mills په نوم امريکايي سرتېري د چمتووالي او تګ خبره کوي، چې نوموړی سرتېری دواړه پښې او يو لاس نه لري او د مصنوعي پښو پر مټ ايله له خپله ځايه خوځېږي.
ياده دې وي، چې افغان حکومت څو ځلې په دې اړه ډاډ ورکړی، چې بګرام څه چې ان په يوه لوېشت خاوره کې د هم د چا پوځي حضور د منلو نه دی.