د امریکا مونټانا ایالت کې پر یوې میخانې وسله‌وال برید شوی، چې له امله څلور تنه وژل شوي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې، بریدکوونکی ۴۵ کلن پخوانی پوځي دی، چې د یادې می‌خانې په ګاونډ کې اوسېده.

د مونتانا ایالت پولیسو او د فدرالي تحقیقاتو ادارې په ګډه د بریدکوونکي د نیولو لپاره عملیات پیل کړي او له خلکو یې غوښتې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

امریکایي چارواکو د برید د انګېزې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا په نواډا او کلیفرونیا ایالتونو کې هم په دوه جلا وسله‌والو بریدونو کې تر لس ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version