حماس غورځنګ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې د نوي مشر د ټاکلو لپاره یې لومړی پړاو ټاکنې ترسره کړي؛ خو پایلې لا نهایي شوې نه دي او د راتلونکي مشر ټاکلو لپاره به د ټاکنو دویم او وروستی پړاو هم ترسره شي.
که څه هم ځینو عربي رسنیو راپور ورکړی چې خلیل الحیه د ۶۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دغه منصب ګټلی، خو د حماس جګپوړي چارواکي طاهر النونو دا خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې رسمي پایلې به یې وروسته اعلان شي.
د راپورونو پر بنسټ، په لومړي پړاو کې خلیل الحیه د غزې تړانګې، خالد مشعل د بهرنیو چارو او زاهر جبارین د لوېدیځې غاړې مشرانو په توګه غوره شوي، خو د ټول غورځنګ عمومي مشر په توګه د خلیل الحیه ټاکل کېدو احتمال تر ټولو زیات بلل کيږي.
