د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي غړي تېره ورځ له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې هغه خبرونه رد کړي چې ګویا قطري چارواکو دوی ته له قطر څخه د وتلو مهلت ټاکلی.
رویټرز خبري اژانس وړمه ورځ راپور ورکړی و چې د حماس لخوا په غزه کې د موقتي اوربند د نه منلو په صورت کې امریکا له قطر څخه غوښتنه کړې وه چې د حماس غورځنګ سیاسي غړي له دغه هېواد څخه وباسي.
د رویټرز په وینا، قطر هم د امریکا دغه غوښتنه منلې وه او د حماس له چارواکو یې غوښتي و چې تر راتلونکي لسو ورځو یاد هېواد پرېږدي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ قطري چارواکو هم دا خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې د حماس سیاسي سیاسي دفتر قطر کې له هیڅ ډول ستونزې سره مخامخ نه دی.