ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۵/۷ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_ژر ده چې افغانستان د ټوکر د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.
۲_د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېواد کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو اوازې رد کړې.
۳_سيګار اداره په راتلونکو مياشتو کې خپل فعاليت پای ته رسوي.
۴_بدخشان ولایت سږ کال د څه باندې ۱۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربهتوب کړی دی.
- [ ] سیمه:
۱_ايران اسرائيلو ته د جاسوسۍ او د مشهور ايراني اتوم پوه د وژلو په تور څلور تنه په اعدام محکوم کړل.
۲_د فرانسې ولسمشر: اروپایي ټولنه باید ژر تر ژره له امریکا په امنیتي برخه کې خپلواکي ترلاسه کړي.
۳_کويټه کې د اورګاډي د تم ځای بريد مسوليت بلوڅ بېلتون پالو په غاړه واخيست.
۴_کويټه کې پر پاکستاني پوځیانو بريد؛ تر دې مهاله ۲۲ پوځيان وژل شوي او ۴۰ ټپيان دي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_پر غزې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵۹ تنو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
۲_د اسرائیلو د نواتیم پر پوځي مرکز د یمن وسلوال ځواک د هایپرسونیک توغندي برید کړی.
۳_ټرمپ د فلسطين ولسمشر سره په خبرو کې فلسطين کې د جګړې په پای ته رسولو ټينګار کړی.
۴_حزب الله: د اسرائيلو په دوه پوځي اډو مو پراخ توغنديز بريدونه ترسره کړي دي.
۵_د اسرائیل نوی دفاع وزير: زه باوري يم چې ټولو ايرانیو ډلو ته به ماته ورکوو.
- [ ] نړۍ:
۱_هالنډ کې پر اسرائیلي وګړو د تېرې شپې په بریدونو کې لس تنه اسرائیلي وګړي تريتم شوي دي.
۲_امریکا کې پراخې اور لګېدنې زرګونه خلک له کورونو تېښتې ته اړ کړي.
۳_امریکا اوکراین ته د خپلو وسلو او نظامي تجهیزاتو د ساتنې لپاره قراردادي پوځیان استوي.
۴_د اوکراین ولسمشر: پوتین ته تسلیمېدل د اروپا لپاره ځان وژنه ده.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.