د حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر سوریې د صهیونیستي رژیم بریدونه ظالمانه بللي او غندلي یې دي.

حماس ویلي، د اسرائيلي اشغالګرو کړنې د سوریې پر ملي حاکمیت تېری، ښکاره نقض او منظمه ترهګري ده، څو د سوریې ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا کمزورې کړي.

یاد غورځنګ وړاندې پر عربي هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو غږ کړی چې دا تېری وغندي او د اشغالګرې ادارې د وحشت بندولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د یادونې ده‌، چې پر سوریې د صهیونیستي رژیم بریدونه د مصر، ترکیې سعودي عربستان او یمن له‌خوا هم غندل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version