د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ولايتونو د دفترونو رئيسانو لپاره د چارو ادارې اړوند د ملي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ظرفیت لوړونې په موخه په اوونيز سيمينار کې ګډون او وینا کړې.
ښاغلي حقاني د ګډونوالو خدمات ستايلي او د ولایتونو د دفترونو رئیسانو ته یې ويلي «پر رئیسانو د ادارې ستر مسؤلیت پروت دی، له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د اعتماد بنسټ جوړوي.»
نوموړي د اسلامي نظام اعاده او د شریعت تطبیق یو ستر مسؤلیت بللی او په وينا یې چې ډېر اخلاص، زحمت او هڅو ته اړتیا لري او زياته کړې یې ده «موږ ټول باید په ټول وس د نظام د نېک نامۍ لپاره کار وکړو.»