شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه د بريتانيا له لوري افغانستان کې د اشغال پر مهال د دوی د همکارانو د ليستونو د افشا کېدو او هغو ادعاوو چې ګواکې ياد کسان د افغانستان د امنيتي ادارو له لوري څارل کېږي په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت مشرتابه د عفوې د فرمان له مخې ټولو ته مصؤنیت وربښلی، هېڅوک په پخوانيو کړنو نه نيول شوي يا وژل شوي او نه څوک له دې امله څارل کېږي.ښاغلي فطرت زياته کړې، چې د يو شمېر کسانو د نوملړ افشا کېدو وروسته د هغوی د څار او تعقيب راپورونه ناسم او غلط دي او په وينا یې د يادو کسانو ټول معلومات د امنيتي ارګانونو په ډيټابيسونو کې شته او د بريتانيا لیستونو ته کومه اړتيا نه پېښېږي.د نوموړي په خبره د عمومي عفوې د فرمان په شتون کې د هېچا څار او تعقيب نه ترسره کېږي او زياتوي چې په دې اړه خپرېدونکي شایعات په کلکه ردوو.