د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ممتازو فاضلانو او محصلینو په هغو تشویقي مراسمو کې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې جوړ شوي وو، ویلي یې دي چې افغانستان په هره برخه کې پوهو کادرونو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، که چېرې موږ خپل عالم او مفتي ونه لرو اړ کېږو چې له بل اسلامي هېواد څخه عالم یا مفتي راولو، که چېرې تکړه او پوه ډاکټران ونه لرو لکه څرنگه چې نن له دغې ستونزې سره مخ یوو مجبورېږو خپل ناروغان د درملنې په موخه له هېواده بهر یوسو، دغه راز که لایق او پوه انجنیران ونه‌لرو ناچاره کېږو چې له نورو مرسته وغواړو.: «نن د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون ترمنځ توپیر نشته او هېڅوک هم حق نه‌لري چې تر منځ یې واټن ایجاد کړي، موږ او تاسې ټول باید تر یو چتر لاندې د هېواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې او د افغانستان د پرمختگ او ابادۍ لپاره لکه د وروڼو په څېر گډ کار وکړو.»

د حنفي په خبره، له مدرسو دې څوک نه ډارېږي. په مدرسو کې د اسلامي علومو او فنونو ترڅنگ طالب علمانو ته اسلامي اداب، رښتیا ویل، ټولو انسانانو ته درناوی، د نورو د حقونو مراعتول، له دروغو ویلو او انسانانو ته له توهین او سپکاوي ډډه کولو ترڅنگ د ټولو نشه‌یي توکو له استعمالولو څخه د پرهېز درس ورکول کېږي، دا هغه څه نه‌دي چې څوک ترې وډار شي.: «له افراطیت او اسلام څخه زموږ د ځینو گاونډیو هېوادونو ډار د دې لامل شوی چې ځوانان یې مخربو کړیو او ډلو ته مخه کړي، چې کړنې یې بیا د نورو د ځورونې لامل گرځي. موږ خپلو گاونډیانو ته دا ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو گاونډیو، سیمې او د نړۍ نورو هېوادونو سره د نېکو او حسنه رابطو غوښتونکی دی او نه غواړي د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

ده وویل، د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارېږي، خو له نورو هم ورته هیله لرو چې د متقابل درناوي پر بنسټ زموږ په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.: «د قزاقستان دولت د افغانستان اسلامي امارت په اړه پر ځای او سمه پرېکړه کړې ده، له نورو هېوادونو هم غواړو چې دې ته ورته عمل تر سره او د نېکو او دوستانه اړیکو د پیاوړتیا هڅې وکړي.»

نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې موږ هڅه کوو په راتلونکي کې د لوړ کفیت لرونکي مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي موسسې ولرو، ترڅو په دغو بنسټونو کې د ځوان نسل د روزنې او ښوونې له لارې گران هېواد افغانستان او ټولو هېوادوالو ته په لوړ کیفیت خدمات وړاندې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version