د عدلیې وزارت مسوولین وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو برخو او ولسوالیو کې څه باندې ۵۵ زره جریبه ځمکه له تثبیت او تشخیص څخه وروسته، له غاصبانو څخه استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو ځمکو کې د ملاترهخېل ښارگوټي څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه، د نادرخان تپې د ساحې ۲۶۰۰ جریبه ځمکه، د ده کیپک تپې ۵۵۵ جریبه ځمکه او د کابل په بېلابېلو برخو کې زرگونه جریبه نورې ځمکې شاملې دي.: «دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل او ولایتونو کې د ښارگوټو د بررسۍ په حال کې دي او په دغو ښارگوټو کې د امارتي ځمکو د غصب په صورت کې یې استرداد کوي.»
د خبرپاڼې له مخې، د کابل ښار په اتمه او دوه ویشتمه ناحیو کې د درېيو ښارگوټو ځمکې چې د میرویس ښارگوټی، د سیدجمال الدین ښارگوټی او د ځاځي ښارگوټی په کې شامل دي، د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، شخصي تثبیت شوي او په شاوخوا کې یې امارتي ځمکې له هغو څخه جلا شوي دي.:«د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون پر دغو ځمکو کومه ادعا نه لري او مالکان یې کولی شي د ښاري پلان له مخې او د ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ ادارې سره په همغږۍ په دغو ښارگوټو کې کار او ساختماني چارې تنظیم کړي او پر مخ یوسي.»
یاد کمېسیون د کابل سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې زرگونه جریبه ځمکه د غاصیبنو له منگولو اذاده کړې او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.