د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د حیرتان بندر له لارې یې هېواد ته د ۴۸۰ ټنه بېکیفیته سمنټو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، یاد سمنټ د دې ادارې د فني کارکوونکو له لوري غیرمعیاري تشخیص شوي او له همدې امله د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
یاده اداره وايي، د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د هېواد په ټولو بندرونو کې دوام لري او د بېکیفیته او غیرمعیاري توکو د مخنیوي په برخه کې به جدي اقدامات ترسره کېږي.


