خبريال، ليکوال او شنونکي ميرويس افغان د «ای‌اېس‌ای» له لوري د روانې مياشتې پای کې د افغان حکومت د يو شمېر مخالفينو او پخوانيو سياسيونو د غونډې کوربتوب ته په غبرګون کې وايي، چې د اسلام اباد له غونډې وېره نه ده په کار او په خبره یې هلته بلل شوي خلک د جګړې نه؛ بلکې د ایرکنډيشن او پنځه ستوريزو هوټلونو خلک دي.

نوموړی زياتوي، چې اسلام اباد ته بلل شوې څهرې د افغانستان ولس پېژني او نه هم پاکستان اعتبار پرې کولای شي؛ یوازي د فشار یوه اله ده، چې ځانونه به وشرموي.

ميرويس افغان همدا راز زياته کړې «اسلام اباد دې د افغانانو پرځای هلته مېشتو پښتنو او بلوڅو ته حقوق ور کړي، موږ د دوی په مټ په افغانستان کې د هېڅ ډول تغیر پلویان نه یو.»

ياده دې وي،‌ چې د اسلام اباد غونډې ته تر دې‌ وړاندې هم ګڼ غبرګونونه ښودل شوي او ياده غونډه یې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري په افغانستان د فشار راوړولو ناکامه هڅه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version