خبريال او څېړونکي ميرويس افغان د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان حکومت د مخالفينو او پخوانيو سياسيونو د غونډې کوربتوب ته چې د روانې مياشتې په پای کې یې اټکل شوی په اشارې ويلي، چې افغانستان د ټولو شریک کور او پاکستان د ټولو افغانانو شریک دښمن دی او په خبره یې پر همدې اساس په هېواد او خاوره مئینو افغانانو که «طالبان» دي او که د «طالبانو» مخالفین په یوه خوله د اسلام اباد غونډه و غندله.

نوموړي زياته کړې، چې دې غندنو هغه کسان هم د دې غونډې په غندنو مجبور کړل چې استازي یې دې غونډې ته ځي.

افغان همدا راز ويلي:«د افغانستان د مشهورو تش په نوم ځینو سیاسي مشرانو استازي د اسلام اباد غونډه کې ګډون کوي خو دوی اوس د وطن پالنې ډرامه کوي او دا غونډه غندي.»

ميرويس افغان دغې غونډې ته تلونکي خلک «ټوپکيان» بللي او په خبره یې پخوانۍ دبدبه‌ یې پای ته رسېدلې او اوس د افغان حکومت له وېري خوله نه شي خلاصولای.

نوموړي د غونډې ګډونوالو او د هغوی پلويانو ته په اشارې ويلي، چې استازی اسلام اباد ته استوې؛ خو د ملت پالنې او افغانیت ډول دې هم غاړې ته اچولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version