د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ای‌اېس‌ای له لوري د افغان حکومت د مخالفينو غونډې وربللو ته د خپلو غبرګونو په دوام ليکلي، چې د هغې غونډې په اړه هیڅ ویل نه لري، چې مشري یې ISI کوي.

خليلزاد دغه راز د افغان حکومت د دغو مخالفينو تېرو کړنو، فسادونو او خرابو مخينو ته په کتو ويلي، چې پاکستان ته وربلل شوي خلک ان په بحث هم نه ارزي.

ياده دې وي، چې دغه افغان‌الاصله امريکايي ډيپلومات تر دې وړاندې هم ياده غونډه په کلکه غندلې او د افغانستان د شته ثبات د ګډوډولو هڅه بللې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version