افغان‌الاصله پخواني امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي، چې د دې پرېکړه‌لیک د ملاتړو څخه یې څومره د بشري حقونو عالي سابقه لري او څومره یې له خپلو میرمنو او نجونو سره مساوي او منصفانه چلند کوي؟

نوموړي د افغانستان تېرو جګړو او د کډوالو د اخراج ناڅاپي څپې ته په اشارې زیاته کړې، چې دوی یو داسې هېواد ته توصیه کوي چې تازه له ۴۰ کلنې جګړې راوتلی او ګاونډیان یې (پاکستان او ایران) په لسګونو زره کډوال پرته له کوم چمتووالي ور استوي، په‌داسې حال کې چې تر بندیزونو لاندې دی او شتمني یې ګنګل ده.

خلیلزاد زیاته کړې:«یاد هېوادونه به داسې کوم پلان وړاندې کړي، چې له افغانستان سره د دې لوړو موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي؟ که داسې نه وي نو دا یو غیر معقول او شرمناک اقدام و.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version